IQNA

د الجزایر  د قرآن نړیوالو سیالیو شلم پړاؤ پیل شوی

7:20 - January 09, 2025
د خبر لمبر: 3490441
ایکنا – د الجزایر  د قرآن د حفظ دنړیوالو سیالیو شلم پړاؤ د مرغومې په شپاړسمه نیټه د دغاه هیواد د اوقافو  اودینی چارو د وزارت په همت سره پیل شوی دی.

 ایکنانیوز د المساء  له قوله راپور راکړی، غه سیالۍ  د الجزایر د دینی چارو او اوقافو د وزیر یوسف بلمهدي په شتون  سره  ددغه هیواد په پلازمینې الجزیره کې  پیل شوې  او  ګډون کونکو  له لیرې د  او دویډیو ئي کنفرانسد  ټيکنالوجۍ  په مرستې سره  وارزولې .

د الجزایر  ولسمشر سید عبدالمجید  تبون  په دغو رسیالیو څارنه کوي او  په دې کې د څه دپاسه ۴۴ هیوادونو نمایندګان ګډون کوي.

 یوسف بلمهدي په دغو سیالیو په مناسبت په یولړ څرګندونو کې  د قرآن کریم دخدمت لپاره د الجزایر  د اقداماتو په بیانولو سره  ووئيل؛  د الجزایر د جایزې د قرآن  د حفظ او تجوید په دغو نړیوالو سیالیو کې د دملی قرآن سیالۍ ،  او د قرآن چاپ او ویشل کیدا  په څير اقدامات هم شامل دي.

 هغه زیاته کړه ، ددغو سیالیو نهائي مرحله  به د  اسراء او معراج په شپه ترسره شي او  دنهائي مرحلې لپاره  ددغه مناسبت ټاکل ،  له الاقصی جومات سره د الجزایر  د نزدې ارتباط  لري ، په تیره بیا په داسې شرائطو کې په غزې تړانګې کې د فلسطین ملت  د صهیونیستي وحشي رژيم  له وحشي ډوله حملو او جنایتونو کړیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4258408

captcha